د هلمند امنیتي چارواکي په نهر سراج ولسوالۍ کې په یوه موټربم چاودنه کې د لږترلږه ۱۱ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چاودنه تېر ماښام د یوې امنیتي پوستې مخې ته وشوه او قربانیانیې څلور ملکي وګړي او اووه سرتېري دي. د دې برید مسؤلیت تر اوسه هېڅ یوې ډلې نهدی منلی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما ویلي دي چې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان په جګړو کې له ۱،۲۸۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.