د امریکا دوه ستر هوایي شرکتونو امیریکن او یونایټډ په پام کې لري چې سر له ننه له ۳۲ زرو زیات کارکوونکي له کاره رخصت کړي.
له دغو دواړو شرکتونو چې له کانګرسهیې د میلیاردونو ډالرو مرسته ترلاسه کړې، غوښتل شوي و چې د سپټمبر د میاشتې تر پایه څوک له کاره ونهباسي. که له دوی سره بیا مرسته ونهشي ښایي ګڼ کسان له کاره وباسي.
دواړو هوایي شرکتونو ویلي چې د دې کار مخه نیول کېدای شي که د ټرمپ اداره او کانګرس د کارونو د خوندیتوب د ملاتړ لپاره د شپږو نورو میاشتو په مخه پر نورو ۲۵ میلیارده ډالرو مرستې موافقه وکړي.
که څه هم دواړه ګوندونه د هوایي شرکتونو ملاتړ کوي، خو تمه ده چې دغه مرسته به د مرستو په یوه لویه بسته کې شامله وي.
د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي او د خزانې وزیر سټیفن منوچین پرون له څه باندې یوه میاشت وروسته د لومړي ځل لپاره سره مخامخ ولیدل ترڅو یوه حل لاره ومومي.
د کانګرس غړي تر فشار لاندې دي چې د نومبر په درېیمه تر انتخاباتو مخکې باید د ځپل شوي اقتصاد د رغولو لپاره پر مرستې موافقه وکړي.