په شمال کې شاهین قول اردو وايي چې وسلهوالو طالبانو په فاریاب ولایت کې یوه حامله مېرمن په ډزو وژلې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي چې پېښه د سې شنبې په ورځ د فاریاب د مرکز میمنې او پښتونکوټ ولسوالۍ ترمنځ لاره کې شوې.
هغه وویل: "دا مېرمن چې له پښتونکوټ ولسوالۍ څخه میمنې ښار ته روانه وه او یو ۱۳ کلن ماشوم هم ورسره و، له بده مرغه وسلهوالو طالبانو د دوی موټر درولی، دا مېرمنیې راښکته کړې، بې له سوال ځوابهیې د ماشوم او د موټر د سپرلۍ په مخکې یې ډزې پرې کړې دي."
په فاریاب کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دفتر هم پېښه تأییدوي، خو وايي دا برید د دوه نامعلومو مخ پټو وسلهوالو لهخوا شوی دی.
طالبانو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه سپیناوی نهدی کړی.