په افغانستان کې له لسیزو راهیسې ناکراریو او ناامنیو د هېواد د ژوند شاوخوا هره برخه ځپلې. د جګړو له وجې اغېزمنې ښځې وايي، سوله غواړي ځکه چې له جنګه ستړې دي. دوی د کابل په مشورتي لویه جرګه کې دې د ګډون پر مهال وویل، که دایمي سوله کېږي نو چمتو دې چې د کورنیو د هغو غړو وینه وبښي چې په جګړو او ناامنیو کې وژل شوي. نور حال د لېمې هادي په په رپورټ کې.