د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي. فرانس پرېس خبري اژانس د بېلابېلو دیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چې د غونډې بحثونه به د بندو دروازو تر شا وي. دغه غونډه یوه ورځ وروسته تر هغه جوړېږي چې په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګه شوه او دغلته واک د حکومت مخالفو وسلهوالو ته په لاس ورغی. د سوریې پرځېدلی ولسمشر بشار الاسد او د هغه کورنۍ د دمشق تر سقوط وروسته مسکو ته تللي او د روسیې دولتي رسنیو ویلي، مسکو نوموړي ته بشري پناه ورکړې ده.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، روسیه او ایران په " کمزوري موقف" کې دي. هغه پرون یکشنبه پر خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیل یوه پوست کې د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتین غږ کړی چې د اوکراین نژدې درې کلنه جګړه پای ته ورسوي. نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د یکشنبې په ورځ په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ چې د ایران او روسیې له ملاتړه برخمنه وه، وپرزېده او واک مخالفانو ته په لاس ورغی. ټرمپ ویلي، روسیه او ایران د سوریې د دیکتاتور بشار الاسد ملاتړ ته ځکه ورنغلل چې "اوس په... Читать дальше...
د سونیا په نوم یوه افریقایي فیل چې په دې وروستیو کې له خپلې خور سره له ۱۵ کلونو جلاوالي وروسته یوځای شوې وه، د یکشنبې په ورځ د پاکستان په سوېل کې د کراچۍ ښار په یوه پارک کې مړه شوه. د پارک رییس سید امجد حسین زیدي، فرانسپرېس ته وویل، چې د سونیا په بدن باندې به په راتلونکو ورځو کې معاینات وشي او ټینګار یې وکړ چې دا فیل تر مرګ مخکې په وه. سونیا او د هغې خور مادوبالا په ۲۰۰۹م کال کې له دوو نورو خویندو سره له افریقا څخه پاکستان ته راوړل شوې وې. ۱۹ کلنه سونیا په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې دوهم فیل دی چې مړه کېږي. Читать дальше...
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني یوځل بیا په غیرمستقیم ډول د خپل مشرتابه پر تګلارو نیوکه کړې ده. نوموړي پرون یکشنبه د کابل د ارغندې مدرسې فراغت غونډې ته ویلي، حکومت یې باید داسې کارونه ونه کړي چې خلک له اسلامه زړه توري کړي. هغه ویلي: "که زمونږ په نظام کې خلک مفسد شول او خلک کفر ته ولاړل، بیا خو دا معنا ده چې زمونږ تنګ نظري چې کومه ده، زمونږ فکر چې کوم دی، له اسلامي نظام سره مو وفا ونه کړه، بلکې زمونږ کمزورتیا ګڼلې کېږي. فکر به داسې نه کوئ چې نه، نن نه وروسته زه واکمن یم، که... Читать дальше...
د برښنا شرکت خبر ورکړی چې د ایران د وارداتي برښنا تخنیکي ستونزه حل او د بریښنا رسونې لړۍ منظمه شوه. دا وروسته له هغه چې یکشنبه د راپورونو له مخې، د ایران وارداتي برښنا په ایران کې دننه د تخنیکي ستونزو په سبب پرې شوې وه او د افغانستان د لوېدیځ لویه برخه بې برقه پاتې وه. د طالبانو تر کنټرول لاندې برښنا شرکت د ورځې په وروستیو کې بېرته اعلان وکړ چې تخنیکي عارضه بېرته حل شوې ده. تر دې مخکې یکشنبه سهار د ترکمنستان وارداتي برښنا هم له ستونزو سره مخ وه. افغانستان خپله اړتیا وړ شاوخوا ۷۰ فیصده برښنا... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواینایچسيآر" UNHCR وايي، په راتلونکي ژمي کې به ۱۷۵۰۰۰ داخلي بېځایه شوي کسانو ته ژمنۍ مرستې ورسوي. دغې ادارې د یکشنبې په ورځ وویل، په دې مرستو کې کمپلې، د پخلنځي لوښي او ترپالونه شامل دي چې د چین د نړیوالې پراختیايي ادارې په همکارۍ او په افغانستان کې د چین سفارت په مټ به وویشل شي. دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې طبیعي پېښو لکه سېلابونو، سختو بارانونو او طوفانونو سږ کال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ډېرو بې ځایه شویو خلکو کورونه ویجاړ کړي دي.
د سوریې مخلوع ولسمشر بشار الاسد او کورنۍ یې روسیې ته تللي او هلته یې پناه اخیستې ده. د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس په کرملین کې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې اسد په مسکو کې دی او سیاسي پناه یې اخیستې ده. سرچینې تاس ته تایید کړه چې روسیې د بشردوستانه ملحوظاتو پر اساس اسد او د هغه کورنۍ ته پناه ورکړې ده. نورو روسي خبري اژانسونو انټرفکس او ریا هم ورته راپورونه خپاره کړي دي. له بلې خوا العربیه په کرملین کې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې اسد په مسکو کې دی او روسیې هغه او کورنۍ ته یې پناه ورکړې ده. ... Читать дальше...
د ازادي راډیو په اونیزه تاندې څانګې خپرونه کې له ټولنیزو رسنیو څخه د مثبتې ګټې اخیستنې په اړه خبرې شوې دي. د خپرونې په پيل کې به واورئ چې، په ټولنیزو رسنيو کې مثبت لیکل او بیا د لوستونکو لهخوا مثبت نظر ورکول د لیکوال نورو لیکنو ته څومره قوت وربښي او آیا کله مو فکر کړی دی چې، د نورو لیکنو ته داسې منفي نظر ورکول چې ادب او حتا املا هم په پام کې نهوي نیول شوي، خپله د منفي لیکونکي شخصیت ته زيان رسولی شي؟ دا خپرونه چې هره اوونۍ يې فرشته مرسل جوړوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
د طالبانو حکومت په سوریه کې تازه واک ته رسېدلې هیئت تحریرالشام ډلې ته سپارښتنه کړې چې د عمومي عفوې تګلاره غوره کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د سقوط او واک ته د هیئت تحریرالشام ډلې په مشرۍ د باغي ځواکونو د رسېدو په اړه د مبارکۍ پیغام ورکړی دی. په هغه اعلامیه کې چې یاد وزارت یکشنبه ناوخته خپره کړې، د تحریرالشام ډلې ته یو لړ سپارښتنې هم شوي چې تر ټولو مهمې یې د عمومي عفوې تګلاره، له نړۍ سره مثبت تعامل او د ټولو په خوښه د نظام جوړول دي. پر طالبانو د نړیوالې ټولنې او افغان فعالانو لهخوا... Читать дальше...