معترضو افغان مېرمنو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو د امریکا منتخب ولسمشر ته یو پرانیستی لیک استولی. یوشمېر افغان معترضو مېرمنو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو په یو پرانيستي لیک کې د متحدایالاتو له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپه غوښتنه کړې چې، د امریکا او طالبانو تر منځ دې د دوحې تړون لغوه کړي. په دغه لیک کې چې یوه کاپي یې ازادي راډيو ته لېږل شوې، د ډونالډ ټرمپ له ادارې غوښتل شوي چې د طالبانو پر وړاندې یو اصولي او عادلانه دریځ غوره کړي. پهدې لیک کې چې د افغان ښځو ټولو اعتراضي... Читать дальше...
د پاکستان لویو سړکونو ادارې (نیشنل های وې اتارټي این ایچ اې) د نومبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي چې هم د تېرې شپې د اتو بجو څخه به د پېښور نه اسلام اباد موټروې په ګډون اسلام اباد ته تلونکي ټول سړکونه تر دویم اعلانه پورې بند وي.
د بلوچستان حکومت دا اقدام تر هغه وروسته پورته کړی دی چې په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته د ۱۰ کلن ماشوم، مصویر خان کاکړ د خوشې کولو لپاره احتجاجي پرلت روان دی.
د مصر جیزه ښار له پلازمېنې قاهرې سره نېږدې پروت دی او د لرغونو اهرامو لپاره پېژندل کېږي چې هر کال یې لیدو ته ګڼ سیلانیان ورځي. خو په وروستیو کې یوه داسې پېښه وشوه چې له کبله یې نه یوازې د سیلانیانو ورتګ زیات شو بلکې هلته ځايي کاروبارونه هم ښه شول او د کوڅه ډبو سپیو د ساتنې او ورته د پام کولو په اړه پوهاوی هم زیات شو. تفصیل د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په جغتو ولسوالۍ کې د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه ډالرو په لګښت پرمختیایي پروژې پيليږي. د میدان وردګ د کلیو او بیا رغونې ريیس مولوي وحیدالله راشد وایي، یاد ۳ میلیونه ډالر د نړیوال بانګ لهخوا ځانګړي شوي دي او دا پیسې به د بیارغونې، ښوونې او روزنې او روغتیايي خدماتو په ګډون په څو مهمو برخو کې ولګول شي. نوموړی وايي: "دا پروژې د جغتو ولسوالۍ د اوسېدونکو د لومړنیو اړتیاو پر بنسټ پیل شوې دي. موږ هڅه کوو چې دا مالي ملاتړ د خلکو د ژوند ښهوالي لپاره په اغېزمنه توګه وکاروو." جغتو ولسوالۍ... Читать дальше...
د لبنان پر حزبالله ډلې د اسراییل د بریدونو په دوام نن شنبې د پلازمېنې بیروت مرکزي برخه د اسراییل یوه ځواکمن هوایي برید ولړزوله. د رویترز خبري اژانس د راپور لهمخې د حزبالله المنار خبري شبکې په دغه برید کې چې د بیروت پر بسطه سیمې شوی، د لږ تر لږه ۴ کسانو د وژل کېدو او ۳۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ. د لبنان رسمي خبري اژانس نن سهار وختي وویل، په دغه برید کې چې یوه اته پوړیزه ودانۍ یې ویجاړه کړې، ګڼشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې. یوشمېر امنیتي سرچینو رویترز ته ویلي، پر دغې ودانۍ لږ تر لږه څلور بمونه غورځول شوي دي. Читать дальше...
وروسته له هغې چې اتریش په شینګین زون کې د بلغاریا او رومانیا د شاملېدو په وړاندې د اوږدې مودې له مخالفت څخه لاس واخیست، دا هېوادونه راتلونکي کال دې سیمې ته چې د غړیو هېوادونو وګړي یې له ویزې پرته یو بل ته تګراتګ کوي، ورنژدې شول. دغه اعلان پرون جمعه هنګري وروسته له هغې وکړ، چې پلازمېنه بوداپست د رومانیا، بلغاریا او اتریش د کورنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې کوربه و. هنګري په اوس وخت کې د اروپایي اتحادیې د شورا دورهیي مشري په غاړه لري. ټاکل شوې چې اروپایي اتحادیه به د ډسمبر له ۱۱ تر ۱۲ پورې له... Читать дальше...
د روسیې سترې محکمې "تر روسیې وروسته د آزادو ملتونو فورم" په نوم نړیوال سازمان د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ. دغه سازمان چې په ۲۰۲۲ م کال کې په پولنډ کې تاسیس شوی، تورن شوی چې تر بهرني نفوذ لاندې بېلتونپالنه هڅوي او غواړي چې د روسیې فدراسیون د خپلواکو هېوادونو په توګه وپاشل شي. روسیه چې په اتیا سیمو کې یې ګڼ توکمونه ژوند کوي او د ډېرو لکه د چیچنیا او تاتارستان پهڅېر سیمو ځایي خلک یې د نفوس لویه برخه جوړوي، په ۱۹۹۹ کال کې واک ته د ولادیمیرپوتین له رسېدو راهیسې له هغې کورواکۍ څخه بېبرخې شوې چې دغو سیمو مخکې لرلې. Читать дальше...
په وروستیو کې د پاکستان په یوشمېر برخو، په ځانګړي ډول، په لاهور کې لوګجنې لړې د خلکو ژوند ګران کړی دی. روغتیاپالان وايي، په هغه هېواد کې اوسنۍ لوګجنه لړه له کووېډ-۱۹ وبا هم زیاته لویه مسله ده چې حکومت باید ورته پام وکړي. د لاهور انتظامي چارواکي وايي، هڅه کوي چې لړه په مصنوعي باران ختمه کړي. د اې پي او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په افغانستان کې د بیارغونې پر چارو د امریکا د څارنې اداره یا سیګار وایي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د څه باندې شلو کلونو هڅو په اوږدو کې د متحدایالتونو دولتي ادارې، د اساسي چمتووالي په برخه کې له یوې دوامدارې تشې سره مخامخې وې، چې دې کار په دوامداره توګه په مناسب وخت کې پر دندو د وړ کسانو د ګومارلو مخه ډب کړې وه. سیګار دغه ارزونه "د افغانستان له بیارغونې څه درس اخیستل کېدای شي" په اړه په خپل دیارلسم راپور کې، چې پرون جمعه یې خپور کړ، اخیستې. سیګار وایي، د دغو دوو لسیزو په اوږدو کې د متحدایالاتو... Читать дальше...
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د ژولیا پارسي او نیلا ابراهیمي له لوري د نړیوالو جایزو د اخیستلو هرکلی وکړ. رینا امیري پرون په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل چې، د ټولو ننګونو سربېره افغان ښځې اجازه نه ورکوي چې هیلې یې مړاوې شي. اغلې امیري زیاتوي، کومه مړانه چې دغو دوو مېرمنو ترسره کړې ده دا د افغان ښځو او نجونو د عزم او ارادې څرګندونه کوي. د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي تېره اوونۍ د بشري حقونو د مدافعینو لپاره د "مارتین انالز" کلنۍ جایزه ترلاسه کړه او... Читать дальше...
دغه لایحه د کانګرس د یوه استازي لهخوا ولسي جرګې ته وړاندې شوې وه چې، درې سوه څلور دېرش موافقې رایي ورکړل شوې. د "د متحدینو د محافظت" د لایحې تصویب د هغو کسانو د ساتنې لپاره د متحدایالاتو د حکومت ژمنې په ګوته کوي چې، په افغانستان کې د امریکا د شل کلن ماموریت په ترڅ کې د امریکایي ځواکونو تر څنګ خدمت کوي. تر دې مخکې امریکا په ۲۰۲۱ کال کې خپل یوشمېر متحدین په امریکا کې ځای په ځای کړي و، خو یوشمېر دغه متحدین په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې او یا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي.
د ازادي راډیو پخوانۍ خبریاله سلطان اچیلووا په ترکمنستان کې چارواکو پرې نهښوده چې جینوا ته ولاړه شي او یوه نړیواله جایزه ترلاسه کړي. د ترکمنستان د کارنیکل وېبپاڼې د راپور لهمخې ۷۵ کلنه اچیلووا چې د ناروغۍ هیڅ نښه يې نه لرله، د نومبر په شلمه په زوره د پلازمېنې عشقاباد په یوه روغتون کې بستر شوه. ډاکټرانو له زندانه د دې د وتلو وخت هم نهدی څرګند کړی. ترکمنستان د نړۍ له هغو هېوادو څخه دی چې د بیان ازادي پهکې ډېره زیاته تر پښو لاندې کېږي. سلطان اچیلووا یوازینۍ خبریاله ده چې، د ترکمنستان... Читать дальше...
د امریکا د متحدایالتونو نړیوالې انکشافي ادارې (یوایسایآیډي) ژمنه کړې چې، یوشمېر افغان بزګرانو ته به د اقلیمي بدلون په ارتباط روزنه ورکړي. یوایسایآیډي پرون په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل چې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیم له اغېزو څخه تر ټولو ډېر زیان منونکی هېواد دی. یوایسایآیډي لیکي، چې دا ادارې به په لنډ راتلونکي کې دوه سوه افغان بزګران داسې وروزي چې له اقلیمي بدلون سره سم ځانونه او خپل فصلونه اعیار کړي. د ملګروملتونو په وینا افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې... Читать дальше...
پاکستان د څلور زره درې سوه سوالګرو نومونه له دغه هېواده د ممنوعالخروج په لېست کې داخل کړي دي. وروسته تر دې چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سعودي عربستان له یوه پلاوي سره خبرې وکړې، اسلاماباد دا پرېکړه وکړه. نژدې دوې میاشتې مخکې د سعودي عربستان رسنیو خبر ورکړی و چې د حج د مراسمو پرمهال تر پنځوس زره ډېرو پاکستانیانو خیرات غوښت. تر دې راپورونو وروسته ریاض خبرداری ورکړ، که چېرته پاکستان د دې سوالګرو مخه ونهنیسي د پاکستانیانو لپاره به د عمرې او حج د ویزو شمېر کم کړي.
پر اوکراین د روسیې له غیر موجه برید څخه نژدې درې دېرش میاشتې تیرې شوې دي، خو اوس یوشمېر پهدې باور دي چې دا جګړه نوې او حساس پړاو ته داخله شوې ده. دا ادعا وروسته تر دې وشوه چې کییف او مسکو پهدې جګړه کې له نسبتا اوږده واټن توغنديو څخه استفاده وکړه. د روسیې ولسمشر وایي چې، د روسیې د منځني واټن نوي بالستیک توغندي به بیا هم تجربه شي. ولادیمیرپوتین زیاته کړه، دا توغندي چې د اټومي وسلو د لېږد توان هم لري، پهداسې شرایطو کې به هم تجربه شي چې جګړه روانه وي. ولادیمرپوتین دا خبره پرون د روسیې... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان دننه د مذهبي اقلیتونو ژوند ته ژوره اندېښنه ښکاره کړه. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی څرګندوي چې، په افغانستان کې لاهم مذهبي اقلیتونه له جدي ګواښ سره مخامخ دي. ریچارډ بېنيټ پرون په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل چې، په افغانستان کې باید ټول افغانان د ازاد عبادت حق ولري. نوموړي د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د پنجشنبې په شپه د سید پاچا اغا په زیارت کې دننه په یوه جومات کې ترسره شوی برید وغانده. Читать дальше...