فریډم نېټورک د اپرېل پر ۲۸مه په خپل کلني راپور کې ویلي چې په پاکستان کې په تېر یو کال کې د انټرنېټ له لارې د "مخالفه نظرونو لپاره زغم کمېدو، د انتخاباتو پر مهال د موبایل ټېلېفوني شبکو بندولو، د بېلابېلو ټولنیزو شبکو ځنډولو، انټرنېټ تړلو او د څلورو خبریالانو
د هند په صحرايي ایالت راجستان کې رايه ورکوونکو د رايو اچولو مرکزونو ته پر اوښانو تګ راتګ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمېشنونو د اپرېل پر ۲۶مه په ټول هېواد کې د انتخاباتو د دویم پړاو په ترڅ کې په ګجرات ایالت کې د زړو خلکو لپاره کور په کور رايه اچونه ترسره کړه. د رويټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام د لارموندنې په وروستۍ سیالۍ کې خپل سرسخت سیال قرغزستان ته ماتې ورکړه او نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه. یاده سیالي نن یکشنبه په تایلینډ هېواد کې ترسره شوه.
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې د وروستیو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو، تندر پرېوتو او سېلابونوکې د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ژوبلو ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبریال او شنونکی ضیا الرحمان مېلمه کړی دی. دی په کراچۍ کې اوسي او د پاکستان او له نړیوالو رسنیو سره کار کوي. ضیا الرحمان داراز پر امنیتي موضوع مقالې هم لیکي. دی وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې امنیتي حالات خراب شوي دي. ضیا الرحمان وايي پاکستان ته د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي د وروستي سفر یوه موخه دا هم وه چې وښيي چې هېواد یې یوازې نه دی. دی البته وايي چې د دواړو هېوادونو چارواکو تر دې مخکې هم د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو هوکړې کړې دي، چې نتیجه یې نه ده ورکړې. Читать дальше...