د پاکستان د سيند او پنجاب صوبايې حکومتونو تر راتلونکي وړوکي اختر وروسته يو ځل بيا د افغان کډوالو د ايستلو پلان جوړ کړی او په دې لړ کې یې پوليسو او نورو چارواکو ته لارښوونې هم کړي دي. د کراچۍ په افغان کيمپ کې کډوال وايي، پولیسو یې په وروستیو کې د پیسو لپاره ځورول بيا پيل کړي دي. ویډیويي رپورټ.
نن سهار د ریښتر په کچه ۷،۴ درجې زلزلې تایوان ولړزاوه. د لومړنیو راپورونو پر اساس، په دې زلزله کې ۹ کسان وژل شوي او له ۹۰۰ ډېر ټپیان دي. د تایوان چارواکو ویلي، تر ۱۲۰ ډېر کسان د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي. دا په تېرو ۲۵ کلونو کې په تایوان کې بې مخینې زلزله بلل کېږي.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې د وسلوالو ډلو د له منځه وړلو په اړه د پاکستاني رياست اراده او تګلاره بحث شوی دی.
په تايوان کې يوې زورورې زلزلې لږ تر لږه اووه کسان وژلي او سلګونه نور يې ژوبل کړي دي. د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې پر رېښتر پیمانې د اپرېل درېیمې د زلزلې شدت ۷،۴ وو. تر زلزلې سمدستي وروسته د جاپان په ګډون په ګاونډیو هېوادونو کې د څونامي خبرداری ورکړل شو، چې ځینو یې وروسته بېرته واخيست. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ
ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر دویمه د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو هم د سېنېټ په انتخاباتو کې برخه اخیستې وای خو کمېشن د ځانګړو څوکيو پر سر د جنجال له امله کمېشن هلته ټاکنې وځنډولې او د سېنېټ له پاتې ۳۰ څخه پر ۱۹ څوکیو انتخابات وشول.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر دویمه د خپل ویاند وانګ وېنبېن د خبري غونډې متن خپور کړی دی چې پکې راغلي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد چارو ولاتړ کوي او په دې اړه له اسلام اباد سره له نېږدې په اړیکه کې دی.
د کراچۍ په لیارۍ کې په روژه کې د شپې د کرېکټ سیالۍ اوس یو دود ګرځیدلی دی چې له تېرو څو لسیزو تاریخ لري. د شپې د کرېکټ د سیالیو مینه وال او لوبغاړي وايي چې دا سیالۍ ورسره تر سهاره پورې په ویښ پاتې کېدو کې مرسته کوي او دوی په وجود روغ او صحت مند ساتي. په کراچۍ کې خلک د تراویح له لمانځه وروسته د کرېکټ سیالیو ته ټولیږي. په دغه اړه د رویټرز خبري اژانس د یوې ویډیو پښتو بڼه دلته کتلی شئ: