Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2023

Новости за 21.07.2023

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام پیل؛ نایجریا او کاناډا مساوي لوبه وکړه

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن د نایجریا او کاناډا لوبه صفر د صفر په وړاندې مساوي شوه.   ټاکل شوې, چې نن په دوهمه لوبه کې, فلیپین له  سویسزرلنډ سره او  اسپانیا له کاستاریکا سره مخامخ شي.  پرون کوربه هیواد نیوزیلنډ د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې ناروې ته یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه. په بله لوبه کې استرالیا د  ایرلنډ ملي لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه.  د دې نړیوال جام لوبې به د یوې میاشتې په ترڅ کې په نیوزیلنډ او استرالیا کې تر سره شي.

Pa.azadiradio.com 

ایران: د داعش مهم مشران له منځني ختیځ څخه افغانستان ته تللي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، د داعش مشران او جنګي کسان له سوریې، لېبیا او عراق څخه افغانستان ته تللي دي. ده د ایران ایسنا خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، ټولو ته څرګنده ده چې د داعش مشران او جنګي عناصر په وروستیو میاشتو کې له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته لېږدېدلي او دا په افغانستان کې د اوسنیو واکمنانو په وړاندې یوه ننګونه ده. ده په دې اړه څه ونه ویل چې د کومو شواهدو یا اسنادو پر اساس وايي چې د داعش غړي له یادو درو هیوادونو افغانستان ته لېږدېدلي او یا له کومې لارې افغانستان ته تللي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې پر ایران نوي بندېزونه ولګول

اروپايي ټولنې، په سوریه کې د بشار اسد د حکومت د پوځي ملاتړ او پر اوکراین د روسیې د یرغل د ننګې په خاطر پر ایران نوي بندېزونه ولګول. اروپايي شورا پرون (پنجشنبې) پر خپله ویبپاڼه په یوه راپور کې وویل: "د اوکراین پر ضد د روسیې له یرغله د ایران پوځي ملاتړ ته په کتو، دې شورا د محدودوونکو اقداماتو لپاره نوی چوکاټ جوړ کړی دی." په نویو بندېزونو کې، د هغو پُرزو د صادراتو بندیز هم شامل دی، چې د بې پېلوټه الوتکو په جوړولو کې کارول کېږي. د نویو بندېزونو پر اساس، ۶ تنه ایرانیان سوریې ته د هوايي دفاع د رادارونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا په عراق کې د سوېډن پر سفارت برید وغانده

د امریکا متحدو ایالتونو په بغداد کې د سوېډن پر سفارت د اعتراض کوونکو حمله په کلکه غندلې او د عراق پر امنیتي ځواکونو یې له دې کبله انتقاد کړی، چې پر یوه دیپلوماتیک مرکز یې د اعتراض کوونکو د بلوسې مخه نه ده نیولې. سلګونو تنو په سوېډن کې د قرآنکریم د سوځول کېدو په اعتراض کې د چهارشنبې په ورځ، په بغداد کې د سویډن پر سفارت یرغل وکړ او د سفارت یوې برخې ته یې اور ورته کړ. امریکا د عراق له حکومته غوښتي، چې د خپلو نړیوالو مسوولیتونو پر اساس د دیپلوماتیکو استازولیو ساتنه وکړي. له بلې خوا عراق ویلي چې د سویډن سفیر باید له عراق څخه ووځي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د څارنوالانو ټولنه: د لویې څارنوالۍ لغوه کول د ټولو عدلي او قضایي ارزښتونو محوه کول دي

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې د طالبانو له لوري د لویې څارنوالۍ د ادارې په لغوه کولو غبرګون وښود او دا کار یې د ټولو عدلي او قضايي ارزښتونو محوه کول وباله.  دې ټولنې پرون (پنجشنبې) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې لویه څارنوالي د یوه هیواد په عدلي، حقوقي او قضايي سیستم کې یو بې پرې اورګان وي. اعلامیه زیاتوي:په افغانستان کې په ۱۹۲۱ م کال د امان الله خان د سلطنت په دوره کې له نظام نامې یا د هماغه وخت د اساسي قانون له تصویب کېدو وروسته رامنځته شوې وه.  په وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیه: افغان محصلانو ته هرکال ۳۰۰ نوې بورسونه ورکوو

په کابل کې د ترکیې د سفارت تعلیمي آتشې ویلي، چې هیواد به یې هر کال په خپلو پوهنتونونو کې افغان محصلانو ته ۳۰۰ بورسونه ورکوي. باختر خبري اژانس پرون (پنجشنبې) راپور ورکړ، چې د ترکیې د سفارت تعلیمي اتاشې چنګېز دیمیر دا خبره د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له مرستیال ډاکتر لطف الله خیرخواه سره په کتنه کې وکړه. د خبر پر اساس، د ترکیې د سفارت شارژدافېر په دې خوښي ښکاره کړې چې په بلخ پوهنتون کې د ترکي ژبې د ادبیاتو څانګه پرانېستل شوې ده. ترکیه له څو لسیزو راهیسې په خپلو پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې افغان کروندګرو ته مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوراکي امنیت لپاره ۷ میلیونه او ۶ سوه زره یورو مرسته اعلان کړه.  دې ټولنې پرون (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پیسې به د افغانستان په ۶ ولایتونو کې د کروندګرو په ملاتړ او د هغوی د اړتیاوو په پوره کولو ولګول شي.  اروپايي ټولنې ویلي، چې دا پیسې به افغان ایډ موسسه او د هغې شریکان د دې جوګه کړي په خپلو پروګرامونو د کلیوالو مالي ستونزې حل کړي او له هغوی سره د کرنیزو مځکو او تولید په برخو کې ملاتړ وکړي.   ټاکل شوې ده، چې د اروپايي اتحادیې د مرستې پروګرامونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ لوبډله راتلونکې میاشت پاکستان سره سیالي لري

د سرېلانکا د کرکټ اداره وایي، راتلونکې میاشت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درو یو ورځنیو مسابقو کوربه توب ته چمتو ده.  سرېلانکايي رسنیو پرون (پنجشنبه) وویل، چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د سرېلانکا له کرکټ بورډ څخه غوښتي و، چې د پاکستان په وړاندې د درې پنځوس اوره سیالیو لپاره خپل یو لوبغالی په کرایه ورکړي.  د خبر له مخې، د سرېلانکا کرکټ بورډ د افغانستان له غوښتنې سره موافقه کړې ده. ټاکل شوې ده ،چې د دواړو هیوادونو لوبډلې د راتلونکي اګسټ په لومړیو کې درې مسابقې د سریلانکا په یوه لوبغالي کې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

پر ۳ طالب چارواکو بندېزونه؛ اروپایي ټولنه: د نجونو زده کړو سره مخالفت یې اصلي دلیل دی

په افغانستان کې د بشري حقونو ؛ په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د اندېښنو په دوام، اروپايي ټولنې پرون (پنجشنبه) اعلان وکړ، چې د طالبانو د حکومت د پوهنې او عدلیې وزارتونو او همداراز د سترې محکمې سرپرستان یې تحرېم کړي دي.  دغي ټولنې په یوه اعلامیه کې، چې پر خپله وېبپاڼه یې خپره کړې، ویلي چې په افغانستان، جنوبي سوډان، مرکزي افرېقا جمهوریت، اوکراین او روسیې کې د بشري حقونو د سرغړونې په خاطر پر ۱۸ تنو او ۵ موسسو بندېزونه لګول شوي دي.  په دوام کې راغلي، ۶ تنه د جنسیت پر اساس د تشدد په خاطر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز کې د اوبو کمښت ستونزه؛ لسګونه کورنۍ له کلیو کډه شوي

نیمروز د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې اوسېدونکي یې د اوبو له ډېر کمښت سره مخ دي. د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا، نه د څښاک او نه د کرنیزو اړتیاوو لپاره کافي اوبه لري نو له دې امله یې لسګونه کورنیو، خپلې سیمې پریښي او کډوال شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

توبیاس ایلوډ د طالبانو د ستاېنې له امله د " بې باوره کېدو" خطر سره مخ دی

د برېتانیا چاپ اکثرو ورځپانو، په خپلو وروستیو ګڼو کې د دغه هېواد د پارلمان د دفاعي کمېټې د مشر پر برخلیک خبرې کړی. د دفاعي کمېټې مشر توبایس ایلووډ، د افغانستان په اړه د یوه ټویټ او ویډیو په خپرولو سره چې ظاهرا يې په کې د طالبانو طرفداري کړی وه، له نیوکو سره مخ دی. نشنل وړلد ورځپانه لیکي، د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېتې د مشر ایلووډ خپرې کړې ویډیو، نوموړی د محافظه کاره ګوند د عدم اعتماد له رایې سره مخ کړی دی. ښاغلی ایلووډ پر خپل ټویټر ویلي وو، افغانستان هغه هېواد دی چې بدل شوی ، امنیت یې... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د کابل مزدورکاران له ساعتونو انتظار وروسته " تش لاس" کورونو ته ستنېږي

د کابل مزدورکاران له ساعتونو انتظار وروسته " تش لاس" بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي. همایون حسیني هم له همدې ډلې دی. هغه ساعتونه- ساعتونه ولاړ وي، چې څوک یې مزدورۍ ته یوسي، خو وایي کار نه وي او لسګونه نورو مزدورانو غوندې " تش لاس" کور ته ستنېږي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus