Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Февраль
2022

Новости за 21.02.2022

Pa.azadiradio.com 

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابره ده؟

نن د فبروري ۲۱ مه د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.  دغه ورځ تر ډېره په مورنۍ ژبې د زده کړو او تحصیل د ورځې په نوم پېژندل کېږي. د افغانستان د مخکېني نظام د اساسي قانون په ۴۳مه ماده کې ویل شوي" دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنیو اجباري زده کړو د تامین لپاره اغېزمن پروګرام طرح او تطبیق کړي او د مورنۍ ژبو د تدریس لپاره په همغو سیمو کې چې پرې خبرې کېږي لاره هواره کړي" د همدغه قانون په ۱۶ ماده کې هم راغلي "د پښتو او دري سربېره، ازبکي، ترکمني، بلوچي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې یو ځوان خپل پلار وژلی او د کورنۍ ۴ نور غړي یې ټپیان کړي

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته په یوه مرموزه پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې ده. په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ازادي راډیو ته وویل چې پېښه وړمه شپه ناوخته شوې او د دوی معلومات ښيي چې ډزې د کورنۍ یوه ځوان کړي او ادعا کوي چې (په ځان نه و پوه او ډزې ترې شوي.) په پېښه کې د کورنۍ مشر یعني پلار مړ شوی او څلور نور چې په کې یو ماشوم هم دی ټپيان دي.  زابلي زیاته کړه ډزې کوونکی ځوان چې خیال شاه نومیږی په خپله هم ټپي دی او د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د بښنې سازمان: د افغانو مېرمنو لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخ دي

د بښنې نړيوال سازمان وايي، افغان مېرمنو ډېر اوږده لاره وهلې، خو د طالبانو په بيا راتګ سره د دوی ډېرې لاسته راوړنې له جدي خطر سره مخامخ دي. يادې ادارې پرون په خپل ټويټر کې د تېرو شلو کلونو د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو په اړه يوه ويډيو خپره کړې چې په کې ويل شوي، افغان مېرمنو تحصیل کړی، په سياست کې يې برخه اخيستې او ډېرو يې د خپل هېواد د اقتصاد په وده کې هم ونډه اخيستې ده، خو اوس چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي. بښنې نړیوال سازمان وايي د افغان مېرمنو دا لاسته راوړنې اوس د له منځه تلو له ګواښ سره مخې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریټانیې ملکه په کرونا ویروس اخته شوې

د بریټانیا د ملکې د کرونا معاینه مثبته ختلې خو علایم یې خفیف دي. ملکه الیزابت ۹۵ کلنه ده او همدا څو ورځې مخکې یې د خپلې واکمنۍ ۷۰ کلیزه ولمانځله. د بریټانیا چارواکو ویلي ملکه داسې وخت په کرونا ویروس اخته شوې چې درې واړه واکسینونه یې هم اخیستي دي. ملکه به په قرنطین کې وي او ځينې کارونه به له خپلې ماڼۍ ترسره کوي.

Pa.azadiradio.com 

یونېسف په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

د افغانستان په یوه لیرې پرته کلیواله سیمه کې بې وزلې ښځې له خپلو وړو خوارځواکو ماشومانو سره د یونېسف یوه کلینیک ته ورغلي. په دې کلینیک کې له پنځو کلونو هغه واړه ماشومان چې وضعه یې تر نورو خرابه وي سمدستي ورته مخصوص خوراکي مواد ورکول کېږي چې څه ناڅه وسپیدا کړي.  دغه مرکز ته حلیمې بي بي خپله یوولس میاشتنۍ لمسۍ فاطمه راوستې ده. حلیمه وایي:" شپه او ورځ مې نه کتله بس د تداوي لپاره مې هر ځای بیوله. بالاخره مې دلته ( د یونېسف سیمه ییز مرکز) ته راوسته څو دوی دا خوراکي مواد ورکړي او ښايي ښه شي." ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو وروستۍ ډله د کډوالو له اډې نیوجرسي ووتله

یو شمېر هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته له دغه هېواد وایستل شول، په وروستیو میاشتو کې په تدریجي ډول د امریکا له موقتو کمپونو وتلي او په بېلابېلو سیمو کې یې نوی ژوند پيل کړی. نیوجرسي چې یو وخت د ۱۴۵۰۰ افغانانو کور وو د شنبې په ورځ په بشپړه توګه تش شو او اوسېدونکي یې هستوګنو سیمو کې ځای پر ځای شوي. په متحده ایالاتو کې د لوتیران په نوم د کډوالۍ او پناه غوښتنې د یوې ادارې مشرې کرش اومارا ویګناراجا اسوشیټیډ پرېس ته وویل چې د نیوجرسي له کمپه د افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حمدالله محب: کابل ته د اشرف غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي

پر خواله رسنیو افغانستان ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ستنېدو په اړه تر څو ورځنیو تودو بحثونو وروسته بالاخره د ملي امنیت مخکېني سلاکار حمدالله محب ویلي چې کابل ته د ښاغلي غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي. محب یکشنبې ناوخته له پخواني ولسمشر سره د یوه تازه ګډ عکس په خپرولو سره یو لنډ بیان هم ورکړی دی. هغه کابل ته د ښاغلي غني د ستنېدو اوازې بې اساسه بللي او زیاته کړې یې ده:" ولسمشر غني تل د افغانانو لپاره پر یوې داسې تلپاتې سولې باورمند او ورته ژمن دی چې ارزښتونه پکې تر پښو لاندې نه شي." محب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: د لوېدیځو هېوادونو له وتلو وروسته افغانان له اقتصادي کړکېچ سره مخ دي 

ګارډین له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې افغانستان ته د لوېدیځو هېوادونو په نه پاملرنې یوه لیکنه خپره کړې ده.  د بریتانیا تکړه خبریال جان سیمپسون چې کلونه کېږي له افغانستانه راپورونه ورکوي په دې مقاله کې لیکي،  له افغانستانه د لوېدیځو هېوادونو له وتلو وروسته دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ زیات شوی.    لیکنه کې د بیلګې په ډول د کابل، هرات او بامیان ښارونو یادونه شوې چې بې وزله کسان په کې د ډوډۍ سوال ته په لویو کتارونو کې ناست وي.    لیکوال ویلي، کله چی څوک دې ښارونو کې ګرځې د شرم احساس کوې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د افغانستان کنګل شوې پانګې؛ له هېواده بهر اسعاري زېرمه ولې خوندي کېږي؟

د افغانستان د ۷ میلیارډه بانکي زېرمې په اړه د امریکا د جمهور رئیس بایډن پرېکړه د دې لامل شوه چې ملي شتمنۍ ته د افغانانو ډېر پام واوړي. دا موضوع، ۷ میلیارډه ډالره چې د بایډن حکومت یې په دوو برخو د وېشلو اجرائیه فرمان صادر کړی دی، د رسنیو د خبرونو په سرټکو بدله شوه. خو د افغانستان بانک د پخوانیو او اوسنیو چارواکو په خبره، دا ټوله اسعاري زېرمه ۷ میلیارډه ډالر نه، بلکې۹،۱۶۰ میلیارډ یعنې" ۹ زره ۱۶۰ "ملیونه ده چې د پیسو تر څنګ په کې طلا او معتبر اسناد هم شامل دي. د افغانستان بانک پخوانی رئیس خان... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus