Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2018

Новости за 13.07.2018

Pa.azadiradio.com 

د اکرم خان دراني پر کاروان بمي چاودنې ۴ تنه وژلي او ۱۵ ټپیات دي

د خیبر پښتونخوا ایالت امنیتي او د جمعیت علماء اسلام ګوند چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن جمعه د اکرم خان دراني پر ټاکنیز کاروان چاودنه شوې چې اکرم خان درانی ترې روغ وتی، خو لږ تر لږه ۴ کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د بنو پوليسو وایي چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې، بم د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوی و. د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د د جمعيت علماء اسلام (ف) پر دغه چارواکي دا برید د بنو په هوېد سیمه کې هغه وخت شوی چې د هغه کاروان د ټاکنیز کمپاین لپاره روان و. اکرم خان درانی له بنو څخه د پاکستان ملي اسامبلې ته د متحده مجلس عمل کاندید دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارجنټاین وایي، له روسیې یې د علي اکبر ولایتي د نیولو غوښتنه کړې

د ارجنټاین د بهرنیو چارو وزارت وايي، له روسیې یې غوښتي دي چې د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر علي اکبر ولایتي ونیسي او ارجنټاین ته یې وسپاري. د ارجنټاین د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، علي اکبر ولایتي په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د دې هېواد په پلازمېنه بونس ایرس کې په بمي چاودنه کې په لاس لرلو تورن دی. علي اکبر ولایتي چې دا مهال د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي لوړپوړی سلاکار دی، د پنجشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې لپاره مسکو کې و او ټاکل شوې چې نن له روسیې څخه چین ته ولاړ شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په غزني کې د طالبانو یو مشهور قوماندان وژل شوی

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې تېره شپه د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان نوید احمد حقاني وژل شوی دی. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ څخه ازادي راډيو ته په استولي خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قوماندان تېره شپه د غزني ښار په قلعه قاضي سیمه کې له افغان پوځ سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې نوید احمد حقاني په غزني ښار کې بریدونه ترسره کول چې یو زیات شمېر افغان سرتېري او دولتي کسان یې په نښه کړي وو. خبرپاڼه زیاتوي، د نوید احمد حقاني په وژلو سره به په دغه ولایت کې امنیت بهتر شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نواز شریف او لور یې مریم نواز پاکستان ته ستنېږي

ټاکل شوې ده چې د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف او لور یې مریم نواز چې په د مالي فساد په تورونو د احتساب د محکمې له خوا په اوږده حبس محکوم شوي، پاکستان ته ستانه شي. پاکستاني چارواکي وايي، د دوی له ستنېدو مخکې زرګونه پولیس د لاهور هوايي ډګر شا او خوا ګمارل شوي او د لارهور هوايي ډګر ته تللې لارې تړل شوې دي. د مسلم لیګ نواز ګوند چې مشري یې نواز شریف کوي، وايي چې په وروستیو ورځو کې پاکستاني چارواکو ددې ګوند سلګونه غړي نیولي، څو پاکستان ته د نواز شریف د ستنېدو پر مهال، د دوی د مظاهرو مخه ونیسي.... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کندوز کې جګړه پای ته رسېدلې، لسګونه وسله وال وژل شوي

د کندوز ځايي چارواکو د جمعې پر سهار له مشال راډيو سره په خبرو کې ومنله چې د حکومت وسله والو مخالفینو د دشت ارچي ولسوالۍ پر پل مومن او قرليق کلیو ډله ییزې حملې پيل کړې او نښتې تر د جولای ۱۳مې تر سهاره روانې وې.




Mashaalradio.com 

نواز شریف او مریم نواز ابو ظبۍ ته ورسېدل

سلګونه کسان نیول شوي. دا څه تماشا ده؟ له یوه خوا سپریم کورټ امر کړی چې د [جولای] تر ۳۰مې پورې دې هېڅ سیاسي مشر نه نیول کېږي او بلې خوا ته مسلم لیګ (ن) په بدترین ډول هدف شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام لپاره سیالۍ روانې دي

په روسیه کې د  2018 میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام لپاره سیالۍ روانې دي. ټاکل شوې چې سبا شنبه د بلجیم او انګلستان د فوټبال لوبډلې د دریم مقام لپاره سره مخامخ شي. د یک شنبې په ورځ به وروستۍ لوبه وي او د فرانسې د فوټبال لوبډله به د کرویشیا له لوبډلې سره مخامخ کېږي. په وروستیو څو لسیزو کې ،دا  اول وار دی چې د کرویشیا د فوټبال لوبډله د نړیوال جام د ګټلو لپاره وروستي پړاو ته رسېدلې ده.

Pa.azadiradio.com 

ګرجستان وایی د ناټو تړون غړیتوب ته تیار دی

دګرجستان ولسمشر وايي: هېواد يې "همدا اوس" د ناټو تړون غړیتوب  ته تیار دی. ولسمشر، جیورجي مارګیلاشویلي پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې هېواد  ټول "ابتدايي شرایط" چې په ناټو کې د غړیتوب لپاره یې اړتیا ده، پرځاي کړي دي.  د ګرجستان ولسمشر د ناټو د غړو هېوادونودمشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د بلجیم پلازمېنې، بروکسل ته تللی دی. هغه وویل چې ګرجستان په ناټو کې غړیتوب ته "همدا اوس" هم تیار دی او د ناټو غړي هېوادونه باید دې پوښتنې ته چې ګرجستان څه وخت غړیتوب ترلاسه کولائ شي، ځواب ورکړي . Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د هغه لیک د متن ترجمه خپره کړه چې د شمالي کوریا مشر ور استولی دی

د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئيس د هغه لیک د متن ترجمه خپره کړه چې د شمالي کوریا مشر ور استولی دی . دونالد ټرمپ  د کېم جونګ اون له له لوري ور رسېدلی لیک "ډېرښه " بللی دی.   دونالد ټرمپ پرون پنجشنبه پر ټوېټر په یوه پيغام کې د کېم جونګ اون لیک چې د جولاي دمیاشتې شپږمه ورباندې لیکل شوې، ستاینه کړې او دواړو هېوادونو په اړیکو کې یې د "سترپرمختګ" نښه بللی دی. د جولاي په شپږمه د امریکا دبهرنیوچارو وزیر په شمالي کوریا کې و او د هغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره خبرې یې بریالۍ بللې دي. د شمالي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناټو امریکايي جنرال وايي: په افغانستان کې ولسونه سوله غواړي

د ناټو د اروپايي ځواکونو لوي قوماندان، جنرال کورتیس سکاپاراتي ویلي، دا چې په اوربند مراعت شو او ډېرو طالبانو د جګړې ډګر نه ولاړل څرګندوي چې ولسونه واقعي سوله غواړي. دناټودې امریکايي جنرال پرون پنجشنبه په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونوريښتینی پرمختګ کړی او ناټو یې پر روزنه کار ته ادامه ورکوي څو دا هېواد یووار بیا د تروریستانو په ځاله بدل نه شي. کورتیس سکاپاراتي: "دناټو د نهه ویشت غړو او زموږ شریکانو یو وار بیا له ولسمشر اشرف غني سره تعهد اعلان کړ، ورته ویې ویل چې تر 2024 میلادي کاله به مالي مرستې کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ختيځ کې یو امریکايي عسکر ووژل شو

د امریکا دپوځ د خبرپاڼې په حواله، په دې عملیاتوکې پرون پنجشنبه یو افغان عسکر هم وژل شوی او څو نور زخمیان شوي دي. په خبرپاڼه کې د پېښې نور جزئیات نه دي ورکړ شوي. دا په یوه اونۍ کې دوهم امریکايي عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کېږي. د شنبې په ورځ هم یو امریکايي پوځي په افغانستان کې ووژل شو چې دامریکا پوځ وايي د افغان امنیتي ځواکونو له منځه چا ډزې ورباندې کړې وې.     امریکاپه افغانستان کې پينځلس زره عسکر لري .


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus