د ملګرو ملتونو عمومي جرګې د ډېسېمبر پر ۱۱مه په غزه کې د اسراییلو او فلسطینۍ وسلوالې ډلې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره بولي، ترمينځ په "سمدستي توګه د غیر مشروط دایمي اوربند" او د "ټولو یرغملو کسانو د خوشې" کولو غوښتنه کړې ده.
اسوشيېټېډ پرېس او رويټرز اژانسونو خبرونه ورکړي چې دا غوښتنه د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په پراخ اکثريت په منظور کړي پرېکړه لیک کې کړې ده.
خو د اسوشيېټېډ پريس په خبره، د عمومي اسمبلۍ پرېکړه لیکونه لازم الاجرا نه وي البته د نړیوالو چارو په اړه د هغه سازمان نظر انعکاسوي.
اژانسونو د فلسطین د روغتيايي چارواکو په حواله ویلي چې د غزې په شمالي او مرکزي سیمو کې د ډېسېمبر پر ۱۱مه د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۳ تنه وژل شوي دي.
روغتیايي چارواکي وايي چې د غزې په شمال کې د اسراییلو په برید کې په یوه کور کې ۱۹ کسان وژل شوي چې پکې د يوې کورنۍ اته غړي هم شامل دي.
د اسراييلو پوځ ویلي چې د حماس ډلې یو وسلوال یې د روغتون په شاوخوا کې په نخښه کړی دی.
د حماس پر وړاندې د اسراییلو جګړې د غزې پراخې سیمې ویجاړې کړې دي او د ۲.۳ مېلیونه نفوس ۹۰ سلنه یې بې ځایه کړي چې زیاتره پکې څو ځلې بې ځايه شوي دي.
دا جګړه هغه مهال پیل شوه چې د حماس تر مشرۍ لاندې وسلوالو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییلو پر جنوبي سیمو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ کسان یې ووژل چې ډېری یې ولسي وګړي ول. له دې پرته وسلوالو شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل هم کړل.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییلو په حملو کې لږترلږه ۴۴،۶۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي.
تر دې مهاله نه دي ویلي شوي چې په وژل شویو کې څومره د حماس وسلوال ول خو اسراییلو له شواهدو ورکولو پرته دعوه کړې چې تر ۱۷،۰۰۰ زیات وسلوال یې وژلي دي.