نن د دسمبر درېیمه د معلوليت لرونکو کسانو نړیواله ورځ ده، په افغانستان کې یوشمېر معلولین د خپلو ژوند پر بېلابېلو برخو کې له ستونزو شکایت کوي.
محبوبه چې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اوسېدونکې ده او شاوخوا دېرش کاله وړاندې یې په یوه پېښه کې یوه پښه پرې شوې، اوس له خپلې زړې مور سره په سخت اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
هغه وايي، د معلولیت له معاش پرته د خپل ژوند د مخته وړلو لپاره نور هيڅ عاید نهلري، خو د طالبانو حکومت نه یوازې دا چې د دوی معاشونه پر وخت نه ورکوي، بلکې د جمهوري نظام په پرتله يې خورا کم کړي هم دي.
محبوبه وايي: "د جګړو له امله زما یوه پښه پرې شوه، د جمهوریت پر مهال مې شپېته زره افغانۍ معاش اخیسته، خو له کله نه چې امارت راغلی دی، زموږ معاش نیم شوی، کلنی شپږ دېرش زره افغانۍ کېږي. دا دوه کاله کېږي چې هغه نیم معاش هم په سمه توګه نه راکوي. زه ډېرې زیاتې اقتصادي ستونزې لرم او پرته د معلولیت له معاشه بل هيڅ عاید نهلرم او د روزي ګټلو هم څوک نهلرم."
سیدمحمد یزدانپرست یعقوبي چې د بلخ ولایت اوسېدونکی او په سترګو نابینا دی، د خپلو بېلابېلو ستونزو په اړه وايي: "معلولین له جدي ټولنیزو، اقتصادي او تعلیمي ستونزو سره مخ دي، د باسواده او تحصيل شويو معلولینو لپاره د کار د زمینې نهشتون، د معلولینو د معاشونو په ورکړه کې ځنډ او د بریل لیکدود یا د اشارو ژبې په اړه د ماهرو ښوونکو کمښت د معلولینو له لویو ستونزو شمېرل کېږي."
په همدې حال کې، د معلولينو د حقونو ځینې فعالان د دې ستونزو حل مهم بولي او د طالبانو حکومت پهدې برخه کې په بې پامۍ تورنوي.
راضیه میرزایي چې د معلولینو د حقونو یوه فعاله ده، وايي: "دوی روغتیایي خدماتو او ځانګړو مرکزونو ته لاسرسی نهلري. معلولین د زدهکړو او مسلکي روزنې په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. باید داسې ځانګړي مرکزونه وي چې د معلولینو لپاره مسلکي روزنه او د عاید زمینې برابرې کړي. له بدهمرغه، دولت پهدې برخه کې هيڅ توجوه نهکوي. باید د معلولینو له وړتیاو استفاده وشي ترڅو د هغوی اقتصادي او ټولنیزې ستونزې حل شي."
د ټولنیزو چارو یوشمېر پوهان له معلولینو سره ښه چلند ډېر مهم بولي او وايي چې، پهدې برخه کې د حکومت تر څنګ خصوصي سکتور او خلک هم باید د دوی لپاره د ښه ژوند زمینه برابره کړي.
له ډلې یې شیردل پاڅون ازادي راډيو ته وويل: "د معلولينو حق پر ټولو افغانانو دی. باید له هغوی سره ښه چلند وشي او ښه لارښوونه ورته وشي. هر افغان مکلف دی چې د معلولینو لپاره د کار زمینې برابرې کړي، ځکه چې دوی یوه مستحقه او مظلومه طبقه ده، هيڅکله باید له هغوی سره په ټوکه یا توهین خبرې ونهشي ترڅو هغوی ناهیلې نهشي."
خو پوښتنه دا ده چې معلول څوک دی او څه ډول پالنې ته اړتیا لري؟
ډاکټر مصطفی موسوي پهدې اړه ازادي رادیو ته وویل: "معلول هغه چاته وايو چې د فزیکي یا حسي ناتوانۍ لکه د سترګو لید، اورېدلو، ذهني یا رواني ستونزو پر اساس يې د عادي ژوند فعالیتونه محدود شوي وي. دا ناتوانۍ کېدای شي زېږوني وي یا د ناروغیو، پېښو یا چاپيریالي شرایطو له امله رامنځته شوې وي. د معلولینو پالنه کې فزیکي، رواني، مناسبه چاپېریال، زدهکړه او د هغوی د وړتیاو پراختیا او قانوني او مالي ملاتړ شامل دي."
هڅه مو وکړه چې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند مفتي فیصل څخه د معلولینو د ستونزو په اړه نظر واخلو، خو هغه زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
خو د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت چارواکو د روان کال د اسد په ۳۱مه نېټه په کابل کې د "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په نوم یوه خبري ناسته کې ادعا وکړه چې، د معلولینو ستونزې یې په بېلابېلو برخو کې حل کړي دي.
د دې وزارت چارواکو په ياده ناسته کې د ثبت شویو معلولینو شمېر نږدې دوه لکه ښځې او نارینه ښودلی و.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د ۱۹۹۲ کال پرېکړې لهمخې، هر کال د دسمبر درېیمه نېټه د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د دې ورځې د نمانځنې موخه د معلولیت اړوندو مسایلو درک زیاتول او د معلولینو حقونو او هوساینې د کرامت ملاتړ بلل شوی دی.