د کابل شمال ته په ګلدرې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې درې پولیس وژل شوي دي.
د ګلدرې ولسوالۍ د جنایي پېښو په وړاندې د مبارزې مسؤل عبدالرحیم رحیمي ازادي راډیو ته وویل، جګړه پرون هغه مهال ونښته چې طالبانو دغې ولسوالۍ کې پر پولیسو ډزې پیل کړې.
ښاغلی رحیمي وایي، سیمې ته د تازه دمه سرتېرو په ور رسېدو طالبانو پښې سپکې کړي.
هغه زیاته کړه: "موږ پر طالبانو بریدونه پیل کړل، زموږ له بریدونو سره دوی په شا شول، موږ مرکز سره تماس ونیوه، نیم ساعت وروسته له میر بچه کوټ ولسوالۍ نه یو زرهدار ټانک مرستې ته راورسېد چې موږ پهکې جسدونه او ټپیان مرکز ته انتقال کړل، جګړه کې ۳ پولیس ووژل شول او ۴ نور سطحي ټپیان شول."
دا چې جګړه کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې او که نه، ښاغلي رحیمي یې په اړه څه ونهویل.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.